د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا زدکونکو سازمان تعلیمي لاریون


دپشتونخوا سټوډنټس ارګنایزیشن د ماشومانو داخلولو کمپین
دپشتونخوا سټوډنټس ارګنایزیشن د ماشومانو داخلولو کمپین

نیازموساخیل مشال رېډیو،کوټه

دمارچ له لومړۍ نیټې څخه په بلوچستان کې د ښوونځیو او پوهنځيو له خلاسېدو وروسته،اوس په تعلیمي ادارو کې د ماشومانو د داخلو لړۍ پیل شوې ده.

د دغي لړۍ د لا پیاوړي کولو لپاره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د لوستونکو سازمان ، پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن، د بلوچستان د پښتني سیمې په ۱۱ ضلعو کې ، د ماشومانو داخله کمپین په فبرورۍ میاشت کې پیل کړو.

د دې کمپین لومړۍ لړۍ پرون،یاني د مارچ پر لسمه نېټه پای ته ورسیده.

او نن د جمعې ورځ په دغه لړ کې، د پي اېس او له خوا یو تعلیمي لاریون په کوټه ښار کې تر سره شو.

په لاریون کې مشرانو،ځوانانو او هغه ماشومانو برخه واخیسته،چې د دغه کمپین له وجې په سکولونو کې و داخیلیدو ته وهڅېدل.

په لاریون کې له خلکو غوښتنه وشوه چي دوی دي په ګڼ شمېر ، په سکولونو کې خپل ماشومان داخیله کړي.

په لاریون کې یوې برخوالې ماشومې ،ناز بي بي ،چي اوس یې په سکول کې داخیله اخیستې ده، مشال رېډیو ته وویل ،(( زه غواړم،چي سکول ووایم.و پلارته،مور ته او ورور ته زما همیش دغه خواستُونه وي.چي زدکړي وکړې،نو غټه ډاکټره به جوړه شم،غټه پوځي او غټه ښوونکې به جوړه شم.))

د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزیشن د دې تعلیمي کمپین یو مشر احمدجان د دې لاریون او په دغه لړ کې د دوي د لاس ته راوړنو په اړه وویل،چي د دوي د دې لاریون موخه دا وه چي د فبرورۍ له ۲۰مي نیټې څخه چي یې تعلیمي کمپین پیل کړي دی،د هغه په اړه ولس نور هم خبر کړي او په ولس کې دا پوهه را منځ ته کړي چې سکولونه د دوي په پېسو چلیږي،او باید پام ورته وکړي او خپل اُستاد او بچیان په دا مجبُوره کړي چي په سکولونو کې حاضري ور کړي

احمدجان زیاته کړه، ((یقینًا ولس زموږ دې کمپین ته هرکلۍ ویلی دی او په دې یې ډاډه کړي یو چي موږ به خپل بچیان او په خاص توګه،خپلي جینکۍ،خپلي لوڼي او خپلي خویندې په سکولو کې داخیلوو))

دا خبره د پام وړ ده چي دپشتونخوا سټوډنټس ارګنایزیشن د دې تعلیمي کمپین سره سم دستي،د بلوچستان حکومت هم په صُوبه کې د ماشومانو داخیله کمپین اعلان کړ او په دغه لړ کې یې ویلي دي چي دوي به د روان کال پر مهال،په صُوبه کې ۴۵ زره ماشومان په سکولونو کې داخېله کړي.
XS
SM
MD
LG