د لاسرسي ځای

تازه خبر

ه امریکا کې د هغه پلټنو اوریدنه کېږي چې ګني په دغه هیواد کې د مسلمان ټولني ځیني غړي توندروې خوروي.


د امریکا د ایوان نمایندګان یوه کمیټي به نن په امریکا کې د هغه پلټنو اوریدنه کوي، چې ګني په دغه هیواد کې د مسلمان ټولني ځیني غړي توندروې خوروي.

د امریکا د داخلي امنتي سیکیورټي مشر پیټر کنګ وایی، د القاعده او د دوي مرستیال دا کوشش کوي، امریکینیان او دغلته میشت مسلمانان د ترهګر بریدونو لپاره استمال کړي.

ښاغلي کنګ دا هم وییلي، په امریکا کې د مسلمانانو مشران او د جماتونو امامان خپله دا ذمه واري په پوره توګه سر ته نه رسوي، چی ځوان کل د مذهبي توندروۍ او ترهګرۍ نه څنګ لرې وساتي.

بلخوا په امریکا کې مسلمانې ټولني او د بشري حقونو ادارو د داسې خبرو اوریدنه په سختو ټکو غندلي، او وایی په امریکا کې مسلمانانو سره توپیري او امتیازي سلوک روان دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG