د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لیبیا کې د حکومت خلاف مظاهری رواني دی


په لیبیا کې د حکومت خلاف مظاهری رواني دی ، د زاویه او راس لا نوف په شمول یو شمیر ښارونو کې خلک د معمر قذافي خلاف راوتلي دي.

الجزیره ټیلې ویژن وایی په مظاهره چیانو د حکومت پلوه پوځیانو لخوا ډزی او هوایی بریدونه هم شوي دي.

د لیبیا چارواکي وایی د ملک د تیلو په پیداوار کې سخت کمی راغلې.

د لیبیا د تیلو د قامي اداری مشر، شکری غنیم وایی، د ملک د تیلو ورځنی پیداوار یی د ۱.۶ ملینه بیرلو نه ۵ لکه بیرلو ته راغلی.
ملګري ملتونه وایی په لیبیا کې د یو ملین نه زیات خلک امدادي مرستو ته سخته اړتیا لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG