د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ډېره بګټي کې دماین چاودنې ۴ کسان ووژل او ۲۴ ژوبل دي


د بلوچستان په ډیره بګټي کي د سړک غاړي ماین چاودنه کې په ګاډي کي سپاره ۴ کسان مړه او ۲۴ ټپیان شوي دي.دا ګاډۍ،چي عام خلګ کي سپاره وو.

د ضلع ډیره بګټي له پیرکوه څخه د ډیره بګټي ښارګوټي پر خوا روانه وه،چي د ماین ښکار شوه.د پولیسو په وینا،پیښه نن سهار د ۱۱ بجو په شا او خوا کي را مخته شوه.

د ډیره بګټي د پولیسُو دویم مشر محمد عثمان په دغه اړهو مشال ته وویل،چي دا یوه مسافرګاډۍ وه او عام وګړي پکي سپاره وو.دا هغه خلګ دي چي هر سهار له لیري پرتو کلیو څخه د سودا اونورو کارونو لپاره ښار ته راځي

هلته بیا هم د ډیره بګټي د لوټي په سیمه کي د یوې ګیس کمپنۍ او،جي،ډي،سي،ایل ګاډۍ د ماین چاودیدو له کبله وران شوی او په کي سپاره د کمپنۍ ۴ کارکونکي ټپیان شوي دي

.د پولیسو په وینا،دا پیښه له اولي پیښي څخه شا او خوا نیم ساعت وروسته را مخته شوه
د راپورو له مخه تر دا دمه لا چا د دې پیښي پړه په غاړه نه د اخیستې او پولیسو هم په دغه لړکي یوازي دومره ویلي،چي دوي دا وخت په پلټنو بوخت دي او په دغه لړ کي له څه پرمختګ څخه به رسنۍ مخته خبري کړي
XS
SM
MD
LG