د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور په ادېزو کې ځانمرګي برید ګڼ خلک وژلي




د پېښور جنوب په ادېزو کلي کې د جنازې په لمانځه کې یوه ځانمرګي بمي برید څه نا څه ۳۴ کسان وژلي او ۴۰ نه ډېر ټپیان دي.

عیني شاهدان وايي چاودنه د امن لښکر د یوه غړي وکیل خان حاجي د میرمنې د جنازې لمانځه پر مهال وشوه . په دې اړه د ځایی امن لښکر یو مشر دلاور خان له مشال رېډیو سره په خبرو کې وويل ،چې څنګه د جنازې د لمانځه لپاره مولانا صاحب تکبیر تړلی ،همدغه وخت څنګ ته ناست ځانمرګي چې د چوونکو توکیو جېکټ یې اغوستی وو .د جنازې مېنځ ته راغلی او په خلکو کې یې خپل ځان والوزولی.

د پېښور ادېزو کلي کې د ځانمرګي بمي برید په اړه د سنېر وزیر بشیر بلور دريځ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:43 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

یو بل عیني شاهید او خبریال ثمین جان وايي چې په وژل شویو او ټپیانو کې سپین ږیري ،ماشومان او ځوانان شامل دي.


دی وايي، د چاودنې وروسته د خواشا کورونو ښځې د خپلو خپلوانو چې په برید کې وژل شوي او ژوبل شوي وو په موندلو پسې راووتلې.او ډېر ویرجن او غم لړلی حالت وو.مېرمنو او د شاوخوا کورونو اوسېدونکو کې ویر او غوغا ولګېدله.

ثمین جان وايي،چې ژوبل کسان یې د پېښور روغتونونو ته ورسول.

د انګرېزی ژبې ورځپاڼې دې نیوز خبریال جاوېد عزیزد پېښور پر امنیت او د پولیس پر کارکردګۍ غږېږی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په خیبر پښتونخوا او فاټا کې سږ په ۲۰۱۱م کال کې ګڼې چاودنې او ځانمرګي بمي بریدونه شوي چې پکې په لسګونه ولسي کسان وژل شوي.
XS
SM
MD
LG