د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه اوس هم خپلې کشالې په جرګو هواروي


د خیبر یوه قبایلي جرګه
د خیبر یوه قبایلي جرګه
فرهاد شینواری مشال رېډیو خیبر

جرګه په پښتون کلتور کې ډېر ارزښت لري. د دوو تنانو يافريقينـــو تر مينځ د امن، خير او سولې په غرض را غونډ شو يو خلکو يا ډلې ته جرګه ویلي شي.


په پښتون ميشتو سيمو کې په وړه کچه باندي هم جرګې کيږي خو د لويو کشالو د هوارولو لپاره لویې جرګي هم کيږي.

جرګه د پښتنو هغه عدالت دې چي ليکلی قانون نه لري، بلکه د سيمې يو څو سپين ږيري يا مشران راجمع شي، او ديوې ﻻنجۍ د هوارولو لپاره جرګه جوړه کړي، او د ځاي رسم و رواج په رڼا کې پکې پريکړې کوي.

که څه هم په پښتنو کې د يوې سيمې جرګي د بلي نه مختلفي وي، خو بيا هم دومره لوي تضاد نه لرى، دا چي په خيبر قبایلي سيمه کې جرګې څنګه کيږي په دې اړه د کوکي خيل قبيلې يو مرکچي حاجي ﻻیق خان اپريدی مشال ريډيو ته وايي ،” جرګه يو داسې نظام دى چي موږ د ملوماتو له مخې په اپرېدیانو کې له تيرو ۳۰۰ کلونو راهیسې را روان دی ٬٬

دی وايي،”چي د ځایي خلکو د مقدمو د هوارولو لپاره حکومت سره عدالت وي، اختيارات وي، عمارتونه او مراعات وي خو په قبایلي جرګه کې دا خبره وي چي ددې جرګه کوونکي په زمکه ناست وى، په شاړو کښي ناست وى او که د يو چوپان ﻻندي ناست وى خو بس د ځايي خلکو کشالې هواروى، او د جرګې عدالت هر هغه ځاي ته ور رسيږى چي پکې فريقينو ته سهولت او اسانتيا وي“

حاجي ﻻیق خان اپريدی وايي، د وخت بدليدو سره سره دوى د جرګې په اصولو کښي د ضرورت په وخت بدلونونه هم کوي، او د نوو چارو لپاره نوې ﻻرې لټوي.

په قبایلي سیمو کې د ځايي جرګو تر څنګ د پوليټيکل ايجنټ له خوا ټاکل شوې سرکاري جرګې هم شته.هغوی څومره مهمې دي ،په دې اړه يو بل جرګه ايز (مرکچي)حاجي خاني جان اپريدی وايي، چي کله يو فريق بل فريق ته نه کيني، نو بيا دوی دواړه د پوليټيکل ايجنټ په دفتر يا عدالت کې رپورټ وکړى، نو بيا پوليټيکل چارواکې ورته دوه خپل جرګه ايز مقرر کړي، او په دې جرګه کي يې ور ګډ کړى، خو د جرګې نورو غړو او د هغې دوو تنانو حثيت برابر وي.

دا دې لپاره وي چې يو فريق له بل فريق سره په پريکړه کولو باندي راضي کړي، او ورته کيني، او کله چي دا جرګه يوه پريکړه وکړي، نو د پوليټيکل ايجنټ په دفتر کښي ثبت شي او بيا دواړو ته منظوره وي.


د دغې سيمې د جرګو مشران وايي چي په خيبر قبایلي سيمه کې اوس هم خلک د جرګو له ﻻرې خپلي کشالې هواروي، او جرګه ﻻهم په دې سيمو کې د پخوا په څېر ارزښت لري.
XS
SM
MD
LG