د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښځو نړیوالې ورځې سل کاله پوره شو


د ښځو جهاني ورځ د پاکستان په بېلا بېلا ښارونو کې لمانڅل کېږي
د ښځو جهاني ورځ د پاکستان په بېلا بېلا ښارونو کې لمانڅل کېږي
مجیب انګار پېښور

په داسې حال کې چې د مارچ اتمه د نورو هېوادونو په شان په پاکستان کې هم د ښځو د نړېوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي خو،د ښځو دحقوقو فعالانې وايي، چې په دغه هېواد کې ورځ تر بلې د ښځو حقوق تر پښو لاندې کېږي او پر وړاندې یې د زور زیاتي پېښې مخ په ډېرېدو دي.

د عورت فاونډېشن په نوم د نا دولتي ادارې یوه مسووله صایمه منير د هغو څېړنو پر بنسټ چې د دغې ادارې له خوا ترسره شوي وايي، چې په تېر یوه کال کې د ښځو پر وړاندې د زورزیاتي په پېښو کې څلوېښت فیصده زیاتوالی راغلی.

صایمه منير وايي،دغې ادارې د تېر کال په وروستیو شپږو میاشتو کې یواځې په خيبر پښتونخوا کې د ښځو د قتل،جنسي تېري او نورو سترو پېښو ۳۴۲ کېسونه څارلي چې ۱۶۱ یې دقتل دي.

نوموړي وايي، دا یواځې هغه راپورونه دي چې تر ډېره یې له ښاري سیمو ترلاسه کړي او زیاتوي چې په لرې پرتو او کليوالي سیمو کې دغه ستونزې څو وارې زیاتې دي.

د خيبر پښتونخوا په مردان ښار کې د یوې بلې ورته ادارې کارکوونکې شمایله هم دښځو حالت د اندېښنې وړ بولي او وايي، چې دولت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په له منځه وړلو کې پاتې راغلی.

نوموړې د دولت او انجیو ګانو له خوا ددغې ورځې لمانځل یو نمایشي عمل ګڼي او وايي، چې یادې ادارې یواځې د فنډونو د ترلاسه کولو لپاره غونډې او سمینارونه جوړوي :

(زما په اند عمل پکار دی،که دولت او نورې ادارې خپلې ژمنې او خبرې نشي عملي کولی نو بیا ددې ورځ لمانځل یو بې مقصده کار دی)

د چارسدې په یوه لرې پرته سیمه کې دښځو دحقوقو یوه بله فعاله افشين بیا ناوړه دودونه ددغو ستونزو اصلي سبب بولي او په دې باور ده چې ددې ورځې په لمانځلو سره به کورنۍ لږ تر لږه د خپلو تورسرو له حقوقو څخه خبرې شې،نوموړې غوښتنه کوي چې د ښځو دحقوقو په اړه باید لا ډیر کار وشي او ډېرې غونډې جوړې شي.

که څه هم دولت د ښځو پروړاندې پرتې ستونزې مني خووايي چې دناوړه سیمه ييزو دودونو له امله چټک ګامونه نشي پورته کولی او هڅه کوي چې په تدريجي ډول پرمخ لاړ شي
XS
SM
MD
LG