د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني دانشورانو ستونزې


د پنجاب ګورنر سلمان تاثیر قاتل ملک ممتاز قادري
د پنجاب ګورنر سلمان تاثیر قاتل ملک ممتاز قادري

احمد الله مشال ريډيو اسلام آباد

دانشوران او پوهان په هیواد دننه خپلو ولسونو ته د ورپيښو ستونزو د هوارى لپاره نه یوازې لاره ښایي بلکه دوی د یوې ټولنې سترګى او غوږونه هم بلل کېږي .

خو په پاکستان کې د ترهګرى او په تېره د پنجاب ګورنر سلمان تاثير د ووژنى ورستو د ملک دانشوران پر نازکو مسلو له خبرو کولو ډډه کوى.

نو په داسې حالاتو کې که د پاکستان دانشوران پر پېچلو او نازکو مسلو ولس ته رښتيا ونه وايي نو څنګه به دوى صحيح معلومات ترلاسه کړي؟

د سيمه ايزو چارو کار پوه داکټر سرفراز وايي،” چې د سلمان تاثير د ووژنى ورستوموږ د خپلى مجبورى نه حقيقت نشو ویلى ځکه چى نه یوازې راباندى د کفر فتوى لګېږي بلکه د مرګ دړکى هم راکول کيږى.
داکټر سرفراز زياته کړه که بر اوسنیو حالاتو قابو ونه موندل شو نو لرى نه ده چې ازادخیاله او پوهان خلک به د ملک پريښودو ته مجبوره شي.

د سیاسي چارو کارپوه قبله آياز وايي،” چى ملک کې يو شمير ملايان له ځان نه فتوى ورکوى چى له وجى ولس په دوه برخو تقسيم شوى دی.پکار ده چى حکومت د داسى ملايانو په ضد ګامونه پورته کړي او د فتوى ورکولو حق صرف مفتيانو ته ورکړى شى.٬٬

د حکومتي شمېرو له مخې په ملک کې تعليمي شرح ٥٢ فيصده ده. يعنى د ملک د مجموعى آبادى نيم نه زيات خلک تعليم يافته دي نو په داسې حالاتو کې پر تعلیم یافته کسانو څومره ذمه واري راځي چې خپل ولس له حالاتو خبر وساتي.؟
خبريال طاهر خان وايي، په ملک کښي روانې ترهګرۍ، بےروزګارۍ او ګرانۍ نه یوازې د ملک باسواده او بې سواده دواړه له نفسیاتي پلوه متاثره کړي دي بلکه د خلکو زغم او برداشت هم ختم شوی دی.
XS
SM
MD
LG