د لاسرسي ځای

تازه خبر

دافغانستان په پکتیکا کې د سړک غاړې چاودنې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې


افغانستان په جنوب ختیځ پکتیکا ولایت کې د ولسي وګړو یو موټر د سړک غاړې له یوه ماین سره ټکر خوړلی چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ کسانوته مرګ ژوبله اوښتې .

داپېښه نن له غرمې مخکې ۱۰ بجې دپکتیکا ولایت دوزې اوتروو ولسواليو ترمنځ په عام سړك شوې ده.

دپکتیکا دوالي ویاند مخلص افغان ماشال راډیوته دپېښې دتایئد ترڅنګ زیاته کړه چې په دې پېښه کې ۱۲ تنه عام وګړي وژل شوي او پنځه نورټپیان دي.

که څه هم دپکتیکا دوالي ویاند دپېښې پړه پروسله والومخالفینواچوي خوتردې دمه دپېښې مسؤولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی. ددغه ډول پېښو پړه اکثره وسلوال طالبان پر غاړه اخلي.

دیادونې وړ ده چې په دې وروستیوکې په افغانستان کې د بېلابېلوخواوو له خوا په بریدونو کې دملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شویده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG