د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: په جلال اباد کې دوه چاودنې، دوه مړه، ۱۹ ژوبل


افغان چارواکي وايي د ننګرهار په جلال اباد کې د دوو بمي بریدونو له کبله دوه کسان وژل شوي او ۱۹ ژوبل دي.
په ژوبلو شویو کې پولیسان هم شامل دي. د ننګرهار والي ویاند احمد ضیا عبدالزی وايي لومړۍ چاودنه د یوه جومات په مخه کې وشوه او چې کله پولیسان را غونډ شول نو بله چاودنه وشوه. د راپورونو ترمخې لومړۍ بمي چاودنه په داسې وخت شوې چې په جومات کې حکومت پلوي ملایان په غونډه کې بوخت ول. تېره میاشت په جلال اباد کې یو لوی ترهګر برید شوی وو چې په کې ۳۵ کسان وژل شوي او له ۷۰ زیات ژوبل شوي ول. په دې پېښه کې ځانمرګیو بریدکوونکیو په یوه بانک کې دننه خلک ووژل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG