د لاسرسي ځای

تازه خبر

لېبیا: تر مرګه جنګېږو: حکومت مخالفه کسان


په لیبیا کې د واکمن معمر قذافي پلوي ځواکونو د زاویې په ښار کې د حکومت مخالفه کسانو ګرد ګېره اچولې ده.
دا پر داسې مهال ده چې نن د حکومت مخالفینو د ځواکونو پر وړاندې زښت مزاحمت وښود. د زاویې ښار د لویدیځ په لور له پلازمېنې طرابلسه ۵۰ کېلو میټره لرې دی. له دې ښاره زیاتره اوسېدونکي وتلي دي. د لیبیا په زاویې کې د حکومت مخالفین د ښار په سټي سنټر کې ځای پر ځای دي او ژمنه یې کړې ده چې تر مرګه به وجنګېږي. یوه ځايي ډاکتر رويټرز خبري اژانس ته ویلي لږ تر لږه ۳۰ کسان، چې زیاتره ولسي وګړي ول، په نښتو کې وژل شوي دي. همدا مهال، د هېواد په ختیځ کې د معمر قذافي د واکمنۍ مخالفین وايي چمتو دي چې په لویدیځ کې تر طرابلسه حکومت پلوه ځواکونه په شا وتمبوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG