د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر اېجنسۍ، کواټ او صوابۍ کې ښوونځي والوزول شول


ناپېژندل شویو وسله والو په قبایلي سیمې خیبر اېجنسۍ او د خيبر پښتونخوا په کواټ او صوابۍ کې درې ښوونځي په بمونو الوزولي دي.
چارواکي وايي د کواټ په ترکي اسماعیل خېلو او په صوابۍ کې پر دوو دولتي ښوونځیو بریدونه شوي دي. د برید له کبله د ښوونځیو ودانیو ته زیان رسېدلی دی. په قبایلي سیمې خیبر اېجنسۍ کې د شپې پر مهال د لوړو زده کړو یو ښونځی په چاودېدونکیو موادو الوزول شوی دی. د پولېټیکل انتظامیې چارواکي وايي له دې سره په خیبر اېجنسۍ کې د ورانو کړل شویو ښوونځیو شمېر ۴۴ ته رسېدلی دی. تر اوسه په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې شا و خوا ۵۰۰ ښوونځي اورپکو الوزولي دي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG