د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لیبیا ولسمشر معمر قذافي له حقایقو نا خبره دی.امریکا


په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره سوزان رایس وايي دلیبیا دولس مشر له خوا په مطبوعاتو کې شوې وروستۍ څرګندونې داښکاره کوي چې معمر قذافي د حقایقو نه څومره بې خبره دی .

قذافي تیره ورځ ویلي وو د لیبیا ټول خلک د هغه سره مینه کوي اودهغه لپاره به خپل سرونه وشیندي.


دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې امریکا خپلې جنګي الوتکې او بیړۍ د لیبیا سرحد ته نږدې کړي او د قذافي ۳۰ بلیونه شتمني یې کنګل کړېده.

په هم دې حال کې دامریکا دبهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د لیبیا په ولس مشر معمر قذافي غږ کړی چې نور د هغه د اقتدار د پرېښودلو وخت رارسیدلی ، نوهغه باید د نور تشدد او نور ځنډ نه بغیر واک پریږدي.

میرمن کلنټن د خالي په ورځ په جینیوا کې د بشري حقونو د جرګې غونډې ته دوینا پرمهال دا څرګندونې کړي دي.

بل پلو ر پورټونه وايي دګل په ورځ هم د لیبیا د پولیسو له خوا پر مظاهره کونکو د ډزو له امله یو شمیر خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG