په لیبیا کې د اوسیدونکو پاکستانیانو دویمه قافله نن هیواد ته ستنه شوه . په یوه ځانګړې الوتکه کې ۱۸۰ پاکستانیان بیرته هیواد ته ورسول شول.
تردې مخکې د ګل په ورځ په ۱۷۴ کسانو مشتمله یوه بله ډله په یوه ځانګړې الوتکه کې دلاهور ښار ته رسول شوې وه .
هیواد ته ستانه شوي داکسان د سیند او پنجاب صوبو سره تعلق لري او دترکي د هوايي کرښې دلارې ستانه شوي دي.
ستنو شوو کسانو دلاهور په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې د لیبیا حالات مخ په خرابیدو دي ، هلته یوه زیاته اندازه پاکستانیان بند پاتې دي او د پاکستان سفارت ورسره هیواد ته په ستنیدو کې لازمه مرسته نه کوي.
دیوې شمیرې ترمخه دلیبیا په طرابلس ، بن غازي او نورو ښارونو کې تر ۱۸۰۰۰ زیات پاکستانیان میشته دي او بیلا بیل کاروبارونه کوي.