د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هلري کلنټن نن په جېنېوا کې له یو شمېر اروپايي مشرانو سره د لېبیا د حالاتو په اړه لیده کاته کوي
نوموړې به د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د شورا غونډې ته هم وینا وکړي کوم چې غواړي لېبیا د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو له لوړې ادارې څخه وباسي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لا د وړاندې د لېبیا پر ولسمشر معمر قذافي د سفر او اثاثو بندیزونه لګولي دي او ویلي یې دي چې د معمر قذافي له خوا د چاپو په ترڅ کې د وژل شوو شاوخوا ۲۰۰۰ زره کسانو مقدمه به د جرمونو نړیوال عدالت ته وړاندې کیږي.