د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لیبیا کې د وینې تویولو بهیر ودروئ: بان کي مون


د ملګرو ملتونو عمومي مشر بان کي مون پر ملګرو ملتونو غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې په لیبیا کې د وینې د تویونې بهیر په ودرولو کې مرسته وکړي.
ویل کېږي چې که زرګونه نه وي نو په سلګونو کسان په لیبیا کې د دې وروستیو ورځو د تاوترخوالي په پېښو کې وژل شوي دي. د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د اوږدمهاله هېواد مشر معمر قذافي او د حکومت ضد مظاهرچیانو ترمنځ نښتې شوې دي. د بان کي مون څرګندونې پر داسې مهال راغلي دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر یوه داسې پرېکړه لیک غور کوي چې د راپورونو ترمخې به په کې د لیبیا د تاوترخوالي په اړه د جنایتونو نړیوال عدالت ته د پلټنو او بیا د شونې مقدمې کولو وویل شي. په دې ترځ کې ښايي نن رایه اچونه وشي. د جنایتونو نړیوال عدالت د هالینډ په هيګ ښار کې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG