د لاسرسي ځای

تازه خبر

دعراق وزیراعظم د نننیو مظاهرو په اړه سخت اندېښمن دی




د عراق وزیر اعظم نوري المالیکي عراقیانو ته خبرداری ورکړی، چې په هغو احتجاجي مظاهرو کې دې ګډون نه کوي، چې نن جمعه راوزي.

المالیکي پرون په خپله ټیلیوژني وینا کې وویل، چې دا مظاهرې د صدام حسین او القاعده شبکې د پلویانو له خوا پلان شوې دي.

اسوشیېټډپرېس خبري آژانس راپور ورکړی، چې د مخالف شیعیه عالم مقتدا الصدر په ګډون د دې هېواد نورو شیعیه مذهبي مشرانو هم د دې مظاهرو په اړه شک ښودلی.

دا لومړی ځل دی چې المالیکي په عراق کې د مظاهرو په اړه سختې څرګندونې کوي.

په عراق کې د نننیو مظاهرو غوښتنه په فیس بوک او نورو انټرنیټ پاڼو کې شوې. تنظیموونکو دا ورځ د غوسې د ورځې په نوم یاده کړې او پر عراقیانو یې غږ کړی چې په دې مظاهرو کې ګډون وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG