د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر لیبیايي مظاهره چیانو برید شوی


رپوټونه وایی چی د لیبیا د مشر معمر قذافي وفاداره ځواکونوطرابلس ښار ته په پنځو کیلومترې کې پروت زاویه ښار کې د حکومت ضد مظاهره کونکو برید کړې دې .
دغو ځواکونو په یوجومات کې وروسته له هغې په مظاهر کونکو د توغندیو او خودکاره وسلو برید وکړه چی د سیمې د پریښودو څخه یی انکار وکړ.
عیني شاهدانو بیلابیلو خبری اژانسو ته وویل ، چی د جومات دننه او بهر ګنو خلکو ته درنه مرګ ژوبله اووښتې ده.

حکومت مخالفه مظاهره کوونکو د لیبیا په ختیځ کې څو ښارونه نیولې دي. بل لورته د هغو دیپلوماتانو شمیر زیات شوی دی چې له حکومت سره یې مخالفت اعلان کړی دی.

دا هم په رسمي ډول څرګنده شوې ده چې د ولسمشر معمر قذافي مخالفانو د ( سري ناکا) سیمه نیولې ده او په دې سیمه کې حکومتي پوځیان له پاڅون کوونکو سره ملګري شوې دي.

رپوټونه وایي چې دوه پیلوټان په بنغازي کې په پراشوت ښکته شوې دي او د دې پرځای چې پر لاریون کوونکو بمباري وکړي الوتکې یې له منځه وړې دي.

بل لور ته په مرکز طرابلس کې ډزې اوریدل کیږي او وړې ډلې چې د ولسمشر قذافي ملاتړ کوي لارو کوڅو ته وروسته تر دې راووتل چې قذافي له دوی څخه د مظاهره کوونکو د خورولو هیله وکړه.

اته شپیته کلن قذافي دا غوښتنه په هغې تلویزیوني وینا کې وکړه چې عصباني و او ویې ویل چې دی به په لیبیا کې ځان شهید کړي.

د طرابلس لارې کوڅې تشې دي. خلک ویریږي که له کورونو راوځي د قذافي ملاتړي ډزې پرې کوي.

د لیبیا حکومت وایي چې درې سوه تنه تر اوسه د مظاهرو په ترڅ کې وژل شوې دي خو د بشري حقونو نړیوالې ادارې تر پرون پورې دا شمیر لږ ترلږه شپږ سوه څلویښت یاد کړ.

د لیبیا حکومت بهرنۍ رسنۍ یو مخ بندې کړې دي چې د پیښو رپوټ ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG