د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو په خیبر کې پنځه خاصدار وژلي او درې ژوبل دي


د خیبر اجنسې په لنډې کوتل سیمه کې د چنګې په چک پوسته د وسلوالو په برید کې لږتږلږه پنځه خاصداران وژل شوي او درې ژوبل دي.

د مشال رډیو د خبریال د خبر له مخې پېښه د سیمې چارواکو منلې او ویلی چی تیره شپه دغه خاصدارانو پر تلاشي پاټک پر خپله دنده وو چې پرې ډزې شوې.

ددې برید پړه د عبدالله اعزام بریګېډ په نوم یوې وسلوالې ډلې په غاړه اخسیې.

د خیبر اجنسې امنیتي چاواکو ویلې ، داخت یی په سیمه کې پلټونکي عملیات پیل کړې خو تردې دمه یی څوک د پیښې په تور ندي نیولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG