د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان امنیتي وضعې ته کتنه


دخوست ځانمرګي بریډ هم ولسي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
دخوست ځانمرګي بریډ هم ولسي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله


نجیب عامر مشال رېډیو

په دې وروستیو کې دافغانستان په کندوز ، ننګرهار،خوست او کابل کې شوو ځان مرګو بریدونو له امنیتي پلوه د خلکو اندېښنې راپارولي او دا پوښتنه یې رامنځ ته کړې چې ولې په دې وروستیو کې هغه سیمې په نخښه کیږي چې نسبتا ارامې ګڼل کیږي .

اته ویشت کلن بریالی په کابل ښار کې دیو شخصي تجارتي شرکت سره کارکوي، او له جمعې پرته چې رخصتي وي هره ورځ دې ته اړکیږي چې د ښار د بیروبار نه په ډکو ساحو کې تګ راتګ وکړي ، خو کله چې په تیرو څو ورځو کې دکابل په سوداګریزو مرکزونو کې داورپکو بریدونه وشول ، دنورو ترڅنګ یې دی هم له ویرې سره مخامخ کړی چې کور ته به زوندی لاړ شي که يه.

خو د بدامنۍ لړي یوازې تر کابل ښاره پورې محدوده نه ده . د ګل په ورځ دافغانستان په شمالي کندوز ولایت کې پر یوې حکومتي ودانۍ د شوې حملې له امله لږتر لږه ۳۱ کسان ووژل شول او ۴۲ نور ژوبل شول . درپورټونو له مخې په وژلو شوو او زخمیانو کې ډیري ولسي افغانان دي.


دکندوز ځان مرګی برید په جلال اباد کې د یوبینک په ودانۍ د اورپکو د ډله ایز برید نه یوازې دوه ورځې وروسته ترسره شوی . په هغه پېښه کې ۴۰ کسان وژل شوي او د ۷۰ و په شاوخوا کې نور ژوبل شوي وو.

ددې ښار خلک هم یادې شوې پېښې له ویرې سره مخ کړي دي . ډاکټر ناصر دننګرهار د کامې ولسوالۍ وسیدونکی دی خو په جلال اباد ښار کې استوګنه لري او کارکوي . نوموړي مشال ریډیو ته وویل خلک خپه دي او په ویره کې دي ، او په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه شوې ده .
دافغانستان دا بد امنۍ په داسې حال کې مخې ته راځي چې افغان ځواکونه په ۲۰۱۴ م کال کې دامنیت واګي له بهرنیو ځواکونو نه خپل لاس ته اخلي او دنیټو او امریکايي ځواکونو دافغانستان نه وتل هم له هماغه نیټې نه پیلیږي.

دافغانستان د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وايي ښايي امریکايي او نیټو ځواکونه به د ټاکلي مهال ویش سره سم ونه ووځي ، او که دا کار وشو نو دافغانستان حکومت به د ستر ازمون سره مخامخ شي .

احمد سعیدي وايي د طالبانو سره د سولې د خبرو ټکنی کیدل او دافغان او امریکايي چارواکو دا دعوې چې طالبان د ماتې سره مخ کړي طالبان دې ته اړ ویستلي چې دخپل وجود دښکاره کولو لپاره دا ډول بریدونه ترسره کړي .

خوبل پلو ایا طالبان په ولسي ځایونو کې د ځان مرګو بریدونو په کولو دافغانانو په منځ کې خپل نفوس دلاسه نه ورکوي ؟ ددې پوښتنې په ځواب کې دافغانستان د سیاسي چارو یو بل کار پوه او د کابل پوهنتون استاذ نصرالله ستانکزي وویل ،هر هغه څوک چې د ولسي افغانانو په مینځ کې خپل ځان الوزوي .د افغانستان شتمنیو او تاسیساتو ته زیان رسوي څنګه به د افغان ولس په مینځ کې خواخوږي ولري.

دافغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند زمری بشري د مخالفو له خوا په ولسي ځایونو او ولسي خلکو نخښه کول غندي اووايي دایو ستر ناورین دی ، دافغانستان ولس مشر حامد کرزي هم د جلال اباد د ځان مرګو بریدونو نه پس په ولسي تلفاتو خواشيني ښکاره کړې وه.

دافغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند زمری بشري وايي دوی په نورو ارامو سیمو کې د داډول بریدونو د مخ نیوي لپاره د لازمو ګامونو د پورته کولو په لټه کې دي.

کارپوه احمد سعیدي وايي دافغانستان حکومت که دداډول پېښو مخه نیول او امنیتي چارې خپلو ځواکونو ته سپارل غواړي نو ډیر څه به ورته کول وي .

دافغانستان ولسي خلک وايي هم د طالبانو له خوا په بمي چاودنو او ځان مرګو بریدونو او هم د نیټو او امریکايي ځواکونو له خوا د هوايي بریدونو په ترڅ کې دوی ته د سر او مال زیانونه اوړي ، دوی په جنګ کې د ښکیلو خواوو نه د منځه ګړو خلکو د خوندي توپ غوښتنه کوي.
XS
SM
MD
LG