د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوی ګوانتانامو ته ځي


د افغانستان د سولې د عالي شورا یو پلاوی په ګوانتنامو کې له طالب بندیانو سره د لیدو لپاره ځي چې د سولې بهیر کې هغوی له ځان سره ملګري کړي.

دلندن ټیلي ګراف ورځ پاڼه د سولې د عالي شورا د یو جګ پوړي غړي ارسلا رحماني له خولې لیکي چې دا پلاوی د امریکا د هیواد په مرسته ګوانټا نامو ته لیږدول کیږي.

په ګوانټا نامو کې دطالبانو شل تنه لوړ پوړي مشران بندیوان دي.

په دې اړه چې دا ډله به کله ګوانتنامو ته لاړه شي، څه نه دي ویل شوي خو د دې شورا یوه بله ډله نن(سې شنبه) ترکیې ته ځي چې د ناټو یوازنی اسلامي هیواد دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG