د لاسرسي ځای

تازه خبر

معمر القذافي پر تيليويزن راښکاره شو


د لېبیا ولس مشر معمر القذافي ددوشنبې په ورځ ناوخته دهیواد د ملي ټیلي ویژن په پرده د یو مسافر وړونکي ګاډي په سیټ ناست دخلاصې دروازې نه د وتو په حال کې وښودل شو چې چترۍ یې هم په لاس کې نیولې وه.

دی وايي زه غواړم وښیم چې زه په تري پولي کې نه په وینیز ویلا کې یم ... په ناسمو اوازو باور مه کوئ. ماغوښتل د تري پولي په زرغون چوک کې څه وخت تیر کړم او ځوانانو ته وینا وکړم خو باران پیل شو .

نوموړی وروسته له هغې د ټیلي ویژن په پرده ښکاره شو چې لیبیا کې دهغه د څلویښت کلنې واکمنۍ خلاف سترې مظاهرې وشوې او پولیسو د خلکو دارامولو او خورولو لپاره د تشدد نه کارواخیست چې له امله یې کیدای شي سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG