د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: په کندوز کې ځانمرګی برید، ۲۸ وژل شوي


چارواکي وايي د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې یو ځانمرګی برید شوی دی چې په کې لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي دي.
حکومتي چارواکی محمد ایوب حقیار وايي ځانمرګی برید د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې هغه مهال شوی چې خلک د پېژندګلۍ د کارډونو اخیستو لپاره په لیکه کې ولاړ ول. چارواکي وايي په برید کې ۳۲کسان ژوبل شوي هم دي. په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې ځانمرګي بریدونه زیات شوي دي. د خالي په ورځ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې پر یوه بانک د برید له کبله شا و خوا یو نیم سل کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG