د لاسرسي ځای

تازه خبر

په یمن کې د حکومت پر ضد د مظاهرو لړۍ دوام لري


په یمن کې د حکومت پر ضد د مظاهرو لړۍ دوام لري
د دې هیواد په پلازمېنه سنا کې د پوهنتون شاوخوا ۳۰۰ زده کوونکو د مظاهرې په ترڅ کې له ولسمشر علي عبدالله صالح څخه د واک د پرېښودلو غوښتنه وکړه.

د دې هیواد په یو شمېر نورو ښارونو کې په زرګونه کسانو د لاریونونو له لارې د اپوزېشن له ګوندونو څخه غوښتي چې له حکومت سره دي د خبرو اترو لړۍ ته دوام ورکړي.

د ولسمشر علي عبدالله صالح د ۳۲ کلنې واکمنۍ پر ضد له یوې میاشتې راهیسې احتجاج په ترڅ کې تر اوسه پنځه تنه وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG