د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: په نوښار کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ ډزې


د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د پولیسو د چاپې پرمهال ډزې شوې دي چې په کې یو پولیس او دوه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.
له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي پېښه د نوښار په ژړوبه کلي کې رامنځ ته شوې ده چې د پبو له تاڼې پورې مربوطه سیمه ده. د پبو د تاڼې د یوه چارواکي له وینا سره سم، یو سپاهي ظاهر علي هغه مهال ووژل شو چې وسله والو جنایت کارانو ورباندې لاسي بم ګوزار کړ. په دې پېښه کې درې پولیسان ژوبل شوي هم دي. د پولیس چارواکی زیاتوي د ځوابي ډزو پر مهال یې دواړه جنایت کاران ووژل چې د ژړوبه کلي اوسېدونکي دي. پولیس وايي د معاملې پلټنې یې پیل کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG