د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لیبیا کې ناکراري روانه ده


په لیبیا کې د ناکرارۍ لړۍ روانه ده. د مخالفو ډلو فعالین وايي مظاهرچیان له امنیتي سرتېرو سره د البایده سیمې د واک لپاره جنګېږي.
البایده د لیبیا له بېن غازي ښاره ۲۰۰ کېلومیټره لرې په شمال ختیځ کې پرته سیمه ده. د روغتون چارواکو اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ويلي د تېرو دوو ورځو پر مهال لږ تر لږه ۲۳ مظاهرچیان وژل شوي او په سلګونو ژوبل دي. تر دې مخکې تېره ورځ په بېن غازي کې ویرژنو مظاهرچیانو د خپلو ۱۵ وژل شویو ملګرو د جنازې پر مهال له امنیتي ځواکونو سره نښته کړې ده. په لیبیا کې ناکرارۍ پر معمر قذافي زښت فشار راوړی دی چې له ۱۹۶۹ ز کال راهیسې پر هېواد واکمن دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG