د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د ملګرو مېلتونو د امنیت د شورا پرېکړه لیک ویټو کړ


امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې هغه پرېکړه لیک رد یا ویټو کړی دی چې په کې پر فلسطیني خاوره د اسراییلو د نویو ودانیو د جوړولو کار غندل شوی دی.
د شورا نورو ۱۴ غړو د پرېکړه لیک په حق کې رایه ورکړې ده. په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره سوسان رایس وايي دا ویټو باید پر دې مانا وانخیستل شي چې ګوندې امریکا د نویو ودانیو د جوړولو د کار ملاتړ کوي. فلسطینینان وايي امریکا له لورې د عربانو په مرسته د جوړ شوي د دې پرېکړه لیک ردولو د سولې موخې ته په دې ډول زیان رسولی دی چې اسراییل یې له خپلو ذمه واریو تښتېدو لپاره پرېښی دی. په ملګرو ملتونو کې د برېتانیې سفیر مارک لایل ګرانټ د برېتانیې، جرمني او فرانسې له لورې په لویدیځه څنډه کې د اسراییلو د نویو ودانیو جوړولو غندنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG