د لاسرسي ځای

تازه خبر

د همت په بال و پر سړی الوزي


د سوات تمثیله چې له خپلو پښو د لاسونو کار اخلي
د سوات تمثیله چې له خپلو پښو د لاسونو کار اخلي

نیاز احمد خان سوات مشال رېډیو

د سوات بري کوټ په ناوګۍ ولسوالی کې ۱۸ کلنه پېغله تمثیله بې بې پيدایشي له دواړو لاسونو محرومه ده خو وايي، هیڅکله یې هم دا فکر نه دی کړی چې معذوره یا معیوبه ده بلکه له خپلو دوو پښو یې د دوو لاسونو کار اخیستی .

له مشال رېډیو سره په خبرو کې تمثیله بې بې ویلي، چې په خپلو پښو خواړه کوي،سبک وايي او د ضرورت نورو کارونو لپاره هم له خپلو کار اخلي.

دا وايي، ”تعلیم د معذوره ماشومانو په خصوصي سکولونو کې بلکه په عادي سکول کې حاصلوي او کله یې هم د زدکړو په حاصلولو کې مشکل نه دی لیدلی.دا وايي د خپلو پښو په ګوتو یې لیکل په خپله زدکړي. “

تمثیله بي بي اوس د ناوګۍ کلي په سرکاري سکول کې لسم جماعت زدکونکې ده.

تمثیله د دریې خوندې او څلورو وروڼه لري چې دا یې تر ټولو مشره ده.خو وايي ، چې کله یې مور ناجوړه شي نو بیا د بې وسۍ لږ احساس کوي.دا وايي په کور کې ټول ډېر خیال ساتي.ټول ورسره ډېره مینه کوي.

تمثیله په راتلونکي کې په کمپویټر کې لوې زدکړې ترلاسه کول غواړي چې ددې به خبره پر کمپیوټر په خپلو پښو په اسانه سره کار کولای شي.دا په خپل کور کې خپلو خویندو وروڼه ته سبک هم ورز دکوي.

د تمثیلې پلارفواد علي په ناوګۍ کې یو وړوکی دوکان لري او وايي چې له وړوکولي یې خپله لور سکول ته اچولې وه.دی وايي ”تمثیله مو د ناوګۍ د نجونو په سرکاري سکول کې داخله کړه. چې مو سکول ته بوته نو د دې استاذانې ډېرې خوشاله شوې . چو نن موږ ته یوه داسې موقع راغله چې موږ یوې معذورې ته داسې سبک ور وښیو چې سبا دا یوه نمونه وګرزي. نو موږ د هغوی ډېره شکریه ادا کړه چې هغوی دې ته په ډېر ښه اندازه سبک وښودلو . هغوي دې ته داسې ډاډ ور کړ چې هغې بیا په دې اړه څه فکر نه دی کړی چې زه تعلیم حاصل کړم او که نه ، هغې وویل چې زه به د ښه او اعلی تعلیم د حاصلولو کوشش کوم ٬٬

تمثیلې په سبک کې له خپلو وروڼو سره دومره خواري کړې چې اوس په سکول کې هغوی دومره قابله دي چې د کور دوه ماشومان یې د سږکال په امتحان کې په اول او دویم نمبر راغلي دي.

دتمثیلي ورو وايي چې په کور کې د هغې رویه ډېره ښه ده د مشرانو او کشرانو ټولو ډېر خیال ساتي. په کور کې چې کوم کار وي دا یې کولای شي او په ډېره ښه طریقه یې کوي
د تمثیلې ژوند د نورو د دا ډول خلکو لپاره یو مثال دی.
XS
SM
MD
LG