د لاسرسي ځای

تازه خبر

لیبیا: په تاوتریخوالي کې لږ تر لږه شل کسان وژل شوي


له لیبیا راغلي رپورټونه وايي په هېواد کې د حکومت پر ضد د غوسې تر ورځې وروسته د شپې پر مهال هم مظاهرې روانې وې او د تاوترخوالي په پېښو کې لږ تر لږه شل کسان وژل شوي دي.
رپورټونه وايي په زرګونو خلک د هېواد په تر ټولو لوی ښار بېن غازي او ورسره په بلې سیمې البایده کې راغونډ شوي ول. له ځېنو نورو ښارونو هم د ناکرارۍ خبرونه راغلي دي. د بشري حقوقو د څار اداره هیومن رایټس واچ وايي د امنیتي سرتېرو او د مظاهرچیانو ترمنځ د نښتو له کبله ۲۴ کسان وژل شوي دي. هیله ده چې د ځېنو وژل شویو جنازې نن وشي. د لیبیا د هېواد مشر معمر قذافي پلویانو هم په پلازمېنې ترېپولي کې لاریون کړی دی. د لیبیا ناکراري هم د عرب هېوادونو د ناکراریو د هغې لړۍ برخه ده چې له کبله یې په تیونس او مصر کې ولسمشران له خپلو دندو لرې کړل شول. معمر قذافي هم له څلوېښتو کالونو راهیسې واکمن دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG