د لاسرسي ځای

تازه خبر

جي ۲۰ غونډه په پاریس کې کېږي


د نړۍ د پرمختلونکیو د شلو هېوادونو د ټولنې دوه ورځینۍ غونډه نن د فرانسې په پلازمېنې پاریس کې کېږي.
د نړۍ د لوی اقتصاد لرونکیو شلو هېوادونو د مالیې وزیران او د مرکزي بانکونو مشران په غونډه کې برخه اخلي. دا غونډه پر داسې مهال کېږي چې نړیوال بانک څو ورځې مخکې ویلي وو په نړۍ کې د خواړو بیې بېکچه لوړې شوې دي او د خلکو نېستمني یې لا نوره زیاته کړې ده. په اوسمهاله غونډه کې د خواړو او د نورو شیانو د بیو د کمولو پر لارو چارو بحث کېږي. نړیوال بانک په خپل رپورټ کې دا هم ویلي وو چې د خواړو د بیو لوړېدل په منځني ختیځ کې د نا ارامۍ له لاملونو یو وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG