د لاسرسي ځای

تازه خبر

کېرغیزستان: د غره د څوکې نوم پوټین کېښودل شو


د کېرغیزستان پارلېمان د یوه غره نوم د روسيې د وزیراعظم ولادمیر پوټین پر نامه د ايښودو په حق کې رایې ورکړې ده.
رویټرز خبري اژانس وايي په پارلېمان کې د تیان شان د غر د څوکې نوم د پوټین په نامه کېښودل شو، دا څوکه ۴۴۴۶ میټره لوړه ده. د کېرغیزستان پارلېمان وايي د دې ګام موخه د ولادمیر پوټين نوم لا فاني ساتل دي او دا چې دوی له دې ګام سره د روسیې او کېرغستان اړیکي لا نور ټینګول غواړي. تر دې مخکې په ۲۰۰۲ ز کال کې هم کېرغیزستان د یوه بل غره د څوکې نوم د پخواني روسي ولسمشر بورېس یلسن په نامه ایښې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG