د لاسرسي ځای

تازه خبر

د توهین رسالت اکثره تورن بې له مقدمې وژل شوي


دپنجاب ګورنر سلمان تاثیر قاتل سلمان تاثیر
دپنجاب ګورنر سلمان تاثیر قاتل سلمان تاثیر

منورشاه مشال رېډیو

په توهین رسالت کې تورن زیاتره کسان د مقدمې نه وړاندې او یا هم وروسته د مقدمې پر مهال وژل شوي .ولسي خلک د جذباتو او په عدالتونو د باور د کمي له امله دا کار کوي خو هیرالډ مجلې په خپل یو ځانګړي رپورټ کې ویلي پولیس هم په دې کې تر هر چا وړاندې دي او آیا هغوي هم په قانون باور نه لري که څنګه

د قانون په نامه یوه مجله کې د ناموس رسالت په توهین کې تورنو کسانو په اړه یوه شمیره ښودلې شوې ده. دغه شمیره دتیرو دیرشو کالو مالومات ورکوي.

ددې مالوماتو له مخې د ۱۹۸۰ مې په لسیزه کې پر ۱۲ کسانو د توهین رسالت مقدمې جوړې شوې دي. یاده دې وي چې ۱۹۸۶ م کال کې په ناموس رسالت قانون کې نوې دفعې هم شاملې کړې شوې .

دا راز ۱۹۹۰ نه د ۱۹۹۹ کال پورې په ۳۷ کسانو او د ۲۰۰۰ م کال نه تر ۲۰۱۰ کال پورې په ۶۰ کسانو د توهین رسالت مقدمې جوړې شوي دي . نو ښکاري داسې چې د وخت په تیریدو سره په دې کې زیاتوالې راغلې دې.

د بشري حقونو کمیشن، د انصاف او امن دقامي کمیشن او د قانون دمجلې د مالوماتو په رڼا کې په توهین رسالت کې تورن زیاتره کسان د مقدمې نه وړاندې او او یا د مقدمې پر مهال وژل شوي دي چې پکې تر ټولو زیات په پنجاب صوبه کې دي چې شمېر یې ۳۵ کسانو ته رسېږي. دا راز درې په سند صوبه کې او یو په خیبر پښتونخوا کې وژل شوی دی .

هیرالډ مجلې د ناموس رسالت په اړه یو ځانګړي رپورټ کې ویلي دي چې هسې خو د پاکستان پولیس غیر فعاله، ځورونکي او په بډو رشوتونو کې بوخت دي خو چې کله هم د توهین رسالت معامله رامنځ ته شي نو بیا ددوي مذهبي جذبات راپارېږي او د خپلو ذمه وارو نه هم ډیر وړاندې تللي چې یا خویې دغه تورن کس په خپله وژلې او یا یې عدالت ته د وړاندې کولو پر ځايې ولسي خلکو ته پريښې چې هغوي یې ووژني.

ولسي خلک د جذباتو او په قانون د باور د نشتوالي په فکر دا ګام پورته کوی خو داسې ښکاري چې پولیس هم په قانون او عدالتونو باور نه لري او یا ددوي جذبات دوي د خپلو ذمه وارو نه غافله کړي دي. هیرالډ مجلې په دې رپورټ کې د مثال په توګه د څو کسانو ذکر کړې. لکه سیمیول مسیح باندې په ۲۰۰۳م کال کې د توهین رسالت مقدمه جوړه شوه او چې کله دعلاج لپاره د جیل نه هسپتال ته بوتلی شو نو هلته دده په ساتنه ولاړ پولیس فریاد علي دی ووژلی بیا ددغه تن کورنۍ دخپلې ویرې نه دفریادعلي سره جوړه وکړه.


دا ډول په ۲۰۰۹ کال کې په میا قاسم انصاري چې یوه چاپه خانه لري سره دخپلو دوو ملګروپرې د یو داسې کتاب د چاپولو تور لګیدلې چې پکې د ناموس رسالت په اړه سپکه وینا شوې وه. دا تن په جیل کې یو بل قیدي په ډزو واوژه .په دې کار کې دغه قیدي سره د جیل د اهلکارو ترڅنګ پولیس والا او یو خبریال هم مرسته کړې وه.

دا راز تر دې دمه په توهین رسالت کې تورن ۱۴ عیسایان دوه قاضیانیان، یو هندو او دوه نور نامالومه کسان وژل شوي .خو تر دې دمه په دې تور تر ټولو زیات مسلمانان وژل شوي چې شمېره یې ۱۶ تنو ته رسېږي.
XS
SM
MD
LG