د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رېمنډ ډېوس معامله وځنډول شوه.


په پاکستان کې عدالت په لاهور کې د امریکا د قونصلیټ د کارکوونکي په اړه د معاملې اورېدنه د راتلونکې میاشتې تر څوارلسمې نېټې ځنډولې ده.
د امریکا د قونصلیټ دا کارکوونکی چې په رسنیو کې یې نوم رېمنډ ډېوس راغلی دی د تېرې میاشتې په ورستیو ورځو کې په لاهور کې دوه کسان ووژل. د ننۍ اورېدنې پر مهال حکومت له عدالته وغوښتل چې نور وخت دې ورته ورکړي چې د دې امریکايي وګړي پر معاملې خپل چمتوالی وښيي. رېمنډ ډېوس وايي د جنورۍ په اووه ویشتمه یې دوه کسان په خپله دفاع کې وژلي دي. د نوموړي د معاملې له کبله د امریکا او پاکستان اړیکي له کړکېچ سره مخامخ دي. هلته د امریکا سېنېټر جان کیري هم د پاکستان سفر کړی دی او پر پاکستان یې زور راوړی دی چې د سفارتي استثنا په لړ کې دې رېمنډ ډېوس خوشې کړي. په زرګونو پاکستانیان وايي چې پر رېمنډ ډېوس دې د مرګ مقدمه وچلېږي. سېنېټر کیري هم ژمنه کړې ده چې که رېمنډ ډېوس خوشې کړل شو نو په امریکا کې به له جنايي پلټنو سره مخامخ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG