د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر تیونس او مصر وروسته په بحرین کې مظاهرې


په بحرین کې پولیسو د پلازمېنې ماناما په مرکزي سیمه کې پر مظاهرچیانو اوښکې بهونکی ګیس او د ربړ ګولۍ ورولې دي.
دا د حکومت د هغو هڅو برخه ده چې له درو ورځو راهیسې روانې مظاهرې ودروي. په بحرین کې د یوې چاپې پر مهال لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي. د سه شنبې یا د نهې له ورځې راهیسې په زرګونو خلک چې ښځې او ماشومان هم په کې دي، د پلازمېنې په مرکزي څلور لارې کې راټول شوي دي. د احتجاج له پیله تر اوسه لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي. احتجاج کوونکي د اصلاحاتو راوستو غوښتنه کوي. په بحرین کې شیعه ګان په اکثریت کې دي او له مودې راهیسې سني کورنۍ په کې واکمنه ده. په بحرین کې احتجاجونه د هغې سیاسي ناکرارۍ برخه ده چې په تیونس او مصر کې یې د دې هېوادونو حکومتونه نسکور کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG