د لاسرسي ځای

تازه خبر

مارک ګروس مین به د افغانستان او پاکستان لپاره نوی امریکایی استازی وي


امریکايي چارواکي وايي د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن به زر په رسمي ډول مارک ګروس مین دافغانستان او پاکستان لپاره دامریکا د نوی ځانګړی استازی په توګه اعلان کړي.

مارک ګروس مین د امریکا متقاعد (ریتاریرډ)سفارت کار دی او د رچرډ هالبروک د مرګ نه پس به په دې دنده ټاکل کیږي.

واشنګټن پوسټ په یو رپورټ کې لیکي، هیلري کلنټن به ښايي د فرورۍ په ۱۸ مه په نیو یارک کې اسیايي ټولنې ته د وینا پرمهال دا اعلان وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG