د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق د عربي ټولنې د سرمشریزې کوربتوب کوي


دعربي ټولنې راتلونکي سرمشریزه داځل د عراق په سرښار بغداد کې جوړیږي .

په تیرو دوو لسیزو کې به دا لومړی ځل وي چې د عربي نړۍ د سر مشریزې کوربه توب په غاړه اخلي.

دعراق مرستیال خارجه وزیر لبید ابوي وايي چې د عرب سرمشریزې لپاره د مارچ ۲۹ مه نیټه ټاکلې شوې، غونډه به په دوو ورځو کې سر ته ورسي او ایجنډا یې تراوسه نه ده ټاکل شوې .

دا سر مشریزه په داسې وخت کې ترسره کیدونکې ده چې په عربي نړۍ کې سترې مظاهرې شوي او په ترڅ کې یې د تیونس او د مصر ولسمشران له واکه لرې شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG