د ۲۰۱۲ م مالي کال لپاره د امریکا ددفاع وزارت په افغانستان او عراق کې د خپلو پوځي عملیاتو د ترسره کولو لپاره د نژدې۱۱۸ بلیونو ډالرو بجټ ځانګړی کړی دی.
د امریکا ددفاع وزیر رابرټ ګیټس وايي، دا پانګه په ۲۰۱۲ م کال کې افغانستان کې ددوی د څه باندې ۹۸ زره ځواکونو دشمیرې په پام کې نیولو سره ځانګړې شوې ده.
نوموړي زیاته کړه دحالاتو په ښه کیدو سره به دوی دافغانستان نه د خپلو ځواکونو شمیره کمه کړي او ښايي یوه اندازه پیسې به ونه لګول شي .
په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ کې نړیوال ځواکونه په پام کې لري چې د ۲۰۱۴ م کال په پای کې د امنیت چارې افغان ځواکونو ته وسپاري.
بل پلو اولس مشر بارک اوبا د راروان مالي کال لپاره دخپل هیواد د درې اعشاریه درې اویا ټریلینه ډالرو بجټ اعلان کړ.
اټکل کیږي چې دابه د ریپبلکنز ترمنځ د سیاسي جنګ د را پاریدو سبب وګرځي دچا په اند چې دا بجټ د حکومتي پورونو د پرې کولو لپاره ناکافي دی