د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصر: په شپږو میاشتو کې د انتخاباتو ژمنه: د پوځ عالي شورا


په مصر کې په زرګونو مظاهرچیان د پلازمېنې قاهرې له التحریر څلور لارې تر هغې وروسته خپلو کورونو ته روان شوي دي چې د دې هېواد پوځ پارلېمان ړنګ کړ او اساسي قانون یا ایین یې وځنډاوه.
د مصر د پوځ عالي شورا وايي تر شپږو میاشتو به حکومت کوي او د دې مودې پر مهال به پارلېماني او ولسمشریزې ټاکنې تر سره شي. د مصر پوځ پر داسې مهال د هېواد واک تر لاسه کړ چې تر دېرشو کالونو واکمن ولسمشر حسني مبارک د خلکو احتجاجي مظاهرو دې ته اړ کړ چې استعفا ورکړي. مظاهرې تر اتلسو ورځو روانې وې. د مصر د پوځ عالي شورا وايي یوه ډله به په اساسي قانون کې د بدلونونو راوستو لپاره ټاکي. عالي شورا ژمنه کړې ده چې اییني بدلونونه به د ټول پوښتنې یا ریفرنډم له لارې منظوروي. د مصر په ایین کې د مبارک د واکمنۍ ضمانت وو او پارلېمان به د نوموړي له ملاتړیو ډک وو. د پوځ د دې ګامونو په ترځ کې د مخالفو ډلو له لورې مثبت غبرګون راغلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG