د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر مصر ورسته په الجزایر کې مظاهرې


په الجزایر کې اصلاحات غوښتونکیو په راتلونکې اوونۍ کې په ټول هېواد کې د مظاهرو اعلان کړی دی.

په دې هېواد کې د ډېموکراټیکي بدلون لپاره کارکوونکې ډلې چې په کې د بشري حقوقو کارکوونکي ، د ټولنو او اتحادیو غړي او نور داسې کسان دي د فرورۍ پر ۱۹مه نېټه په ټول هېواد کې د دې لپاره د مظاهرو اعلان کړی چې له لارې یې د اصلاحاتو غوښتنه وکړي. دې ډلې د تېرې شنبې په ورځ هم د الجزایر په پلازمېنه الجیرز کې لاریون تر سره کړی وو چې شاوخوا ۱۰ زره کسانو په کې برخه اخیستې وه. بل پلو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د الجیریا پر پوځي ځواک غږ کړی چې د مظاهرو پر وخت دي له زغمه کار واخلي او د ولس د حق درناوی دې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG