د لاسرسي ځای

تازه خبر

په یمن کې د حکومت پر ضد مظاهرې


د یمن ولسمشر علي عبدالله صالح په هېواد کې د ده پر ضد د راپورته شوې احتجاجي لړۍ له امله امریکا ته خپل سفر ځنډولی دی.

ټاکل شوې وه چې ولسمشر علي عبدالله صالح به په روانه میاشت کې امریکا ته په سفر تللو خو په تیونس او مصر کې له انقلابه متاثره شویو د یمن خلکو هم په دې هېواد کې د سیاسي اصلاحاتو او د ولسمشر د استعفا په موخه په احتجاج لاس پورې کړی دی. د یمن د پولیسو له خوا پر دې مظاهرچیانو چاپې وهل شوي او هغوی یې خواره واره کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG