د لاسرسي ځای

تازه خبر

سندرغاړی راحت فتح علي خان د هيندي پولیسو په ولکه کې


په هند کې تر نیول کېدو وروسته، له پاکستاني سندرغاړي راحت فتح علي خانه پوښتنې شوې دي.

راحت فتح علي خان پرون نا وخت هندي چارواکو د نوي ډلي پر هوايي ډګر پر داسې مهال ونیوه چې هغه له نوي ډلي څخه د پاکستان د لاهور ښار ته سفر کاوه. هندي چارواکي وايي نوموړی یې په دې تور نیولی چې د هند د قانون پر ضد یې په لویه کچه بهرنۍ پېسې له دې هیواده وړلې. چارواکي زیاتوي د هند قانون د دې اجازه ورکوي چې له دې هېواده وتونکی کس پينځه زره امریکايي ډالر نغدې او لس زره ډالر د چیک په بڼه له ځانه سره یوسي. خو د چارواکو په وینا له راحت فتح علي خان سره ټول یو لک څلرویشت زره امریکايي ډالر نیول شوي دي. تمه کیږي چې نوموړی به عدالت ته وړاندې شي. راحت فتح علي خان د نومیالي سندرغاړي نصرت فتح علي خان وراره دی او په دې ورستیو کې یې د هند مشهورو فلمونو ته د سندرو په ویلو په هند کې ډېر مینه وال میندلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG