د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مصر وګړي د ولسمشر تر استعفا وروسته خوشالۍ لمانځي.


د مصر وګړي د دې هېواد د ولسمشر حسني مبارک له خپلې څوکۍ د لرې کېدو په لړ کې خوشالۍ لمانځي.

حسني مبارک تر دېرشو کالونو د مصر ولسمشر وو. مبارک پر داسې مهال خپله دنده پرېښې ده چې له اتلسو ورځو راهیسې خلکو د نېستمنۍ، اداري فساد او زبر ځواکۍ پر ضد احتجاج وکړ. د یوې میاشتې دننه ۸۲ کالن حسني مبارک دویم عرب مشر دی چې د ولسي پاڅون په پایله کې له خپلې څوکۍ لرې شو، تر نوموړي مخکې د تیونس ولسمشر زین العابدین بن علي هم د ولسي پاڅون له کبله خپله څوکۍ پرېښې وه. مبارک د خپلې استعفا پر مهال د مصر پوځ ته واک سپارلی دی. مرستیال ولسمشر عمر سلیمان وايي د مصر د پوځ اعلا شورا به د اوسمهال لپاره د هېواد چارې چلوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG