د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاکستاني ټيلي ویژن د ترهګرۍ ضد ډرامه


ګل اياز رېډيو


د امريکا ورځپاڼې واشنګټن پوسټ خپله مقاله په پاکستان کى د ترهګرۍ پر موضوع جوړه شوى ډرامه باندى ليکى ده. ليکواله کيرن پرولينډ ليکى چى د پاکستان مطبوعاتو او ټيلي ويژن کې امريکا د ډرون بريدونو له کبله د یو بدمعاش په شکل کى ښودلی کيږي ، خو په سرکاري ټيلى ويژن يوه نوې ډرامه پېل شويده چى پکي ترهګر لویې ږيرې لري او د اسلام غلط عقيد‌ى ځوانانو ته ښیي. ډرامه کى امينتى ځواکونه اتلان ښودل کېږي او ترهګر عام ولس وژنى.
ليکواله کيرن ليکى چى د ١١ قسطونو ډرامه د پاکستاني پوځ يوه هڅه ده چى کورني ترهګر د پوځ ځوانان په نښه کوي. په ډرامه کی د امريکا هيڅ ذکر نشته، زياتره یې د پاکستاني پوځ د قربانو ذکر کړی دی چی امريکا په دی خبره متاثره کړی. امريکا په پاکستان کی د ترهګری ضد د نور ګامونو پورته کولو زور راوړی.
ليکواله د پوځ د يو چارواکی له خولی زياتوی چې د پاکستان پوځ ۲۷۰۰ ځوانان د ترهګرۍ ضد جګړه کی وژل شويدی اوپه زرګونه ولسي وګړي د ترهګرو بريدنو کی وژل شویدی.
ليکواله کيرن ليکى، چی څيړونکي وايي د سوات اپريشن نه وړاندی په پاکستان کی د اورپکو پرضد د پوځ کردار ته ولس په شک نظر کتل خو د اپريشن روستوولس د دوی مرسته وکړه خو په انټرنيټ د پوځ پرضد د ويډيوګانو په خپريدو سره یې نوم ته زیان رسېدلی دی.
ليکواله کيرن د ډرامې په اړه زياتوي چی په ډرامه کي داسې څه نه ښودل کېږي چی له اورپکو سره زياتی کيږی.
ليکواله کيرن د ډرامۍ ړومبيو دوه قسطونو په اړه په مقاله کی ليکی د دی نه ښکاره شوه چی مسله په پاکستان کی دننه ده ،دا نه چی بهرملکی قوتونه پکې ګوتي وهي. په ډرامه کی يو پوځی د ځان مرګی بریدکونکي نه پلټني کوي نو پر دی مهال پوځي وايي چی د پاکستان رياست ځوان ته انصاف ورکولو کی ناکا مه شوي دي او بايد د دی ځوان مرسته وشی.
د مقالې ليکواله کيرن د ډرامې د ليکوال وصي شاه له خولې ليکي چی د ځان مرګو بريدونو لپاره تيار کړی شوی ماشومانو د پلټنو ويډيوګانې کتلي دي او په دې نتيجه رسيدلي دي چی هيواد د دې ماشومانو لپاره هيڅ نه دي کړي.
ليکواله کيرن ليکي چې دا په راروانو ورځو کې ښکاره شي چې دغه ډرامه څومره لیدلې کېږي ځکه چی په پاکستان کې ولس زياتره خبرونه او د روانوچارو پرګرامونه ګوري. خو ليکوال د پوځ یو ترجمان بریګېډییر جنرل سيد عظمت علي له خولې ليکي چې د ډرامې کتونکي ډېر زيات دي او په ټيلي ويژن يې ۵۰ فيصده اشتهارات ډيره لږه موده کې اخستې دي.
XS
SM
MD
LG