د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایران کې د انقلاب د ۳۲ مه کالیزه لمانځل کېږي


د ایران ولسمشر محمود احمدي نېژاد وايي، د دې هېواد اسلامي انقلاب د نړۍ د ويښولو لپاره لاره جوړه کړې ده چې دا تر څه د پاسه دېرشو کالونو وروسته نورو اسلامي هېوادونو ته خپور شوی دی.
احمدي نېژاد په ایران کې د انقلاب د ۳۲ مې کالیزې په ترڅ کې د وینا پر مهال وویل چې منځنی ختیځ به ژر له امریکا او اسراییله ازاد شي. په ایران کې په ۱۹۷۹ زېږیز کال کې د اوښتون له کبله امریکا پلوې پاچايي نسکوره شوه. د ایران چارواکي وايي د روان کال د دولتي کالیزې په جلوسونو کې به له مصري خلکو سره هم یووالی ښودل کېږي. خو ایراني چارواکو د تېر ګل په ورځ له دې انکار وکړ چې خلکو ته د مصري خلکو سره د ملاتړ لپاره د مظاهرې اجازه ورکړي. د ایران دولتي رسنۍ وايي په لکونو خلکو نن په جلوس کې ګډون کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG