د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د پښتنو سیاسي مبارزه تر هرچا ډېره ده.رحیم مندوخیل


د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مرستیا مشر عبدالرحیم مندوخیل
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مرستیا مشر عبدالرحیم مندوخیل
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مرستیال مشر عبدالرحیم مندوخیل له مشال رېډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د خپل وړوکوالي،تعلیم او سیاسي ژوند په اړه خبرې کړې.دی وايي، چې د ژوب ضلعې د شنه غره په لمن کې پروت د اومږې کلی کې زیږېدلی.
د ژوب ضلعې د سلیزي یوه منظره چې د انګورو ملوې لري
تعلیم یې د ژوب په لوی سکول کې حاصل کړي او بیا یې (بې اې) د کوټې له ساینس کالج څخه کړې او وروسته یې له پېښوره (اېل اېل بي) کړې ده.

دی وايي چې د پښتنو ټولو دویزه لوبو لکه هېنډه،سخی،کبډي،بډۍ ،بېتي او دغه ډول اتڼونو کې برخه اخیستی دی.

دی وايي په ۱۹۵۷ م کال یې په کوټه کې د له ملتپالي سیاستوال خان عبدالصمدخان اڅکزي د ورور پښتون تحریک کې یې د طالبعلم په توګه په سیاست کې برخه اخیستې .

عبدلرحیم مندوخیل وايي چې پښتنو د پاکستان په سیاست کې تر ټولو زیاته قرباني ورکړې خو د فیصلو پر وخت ورته هغسې ونډه ورنکړل شوه چې څومره یې مبارزه کړې ده.

د اوسنیو سیاسي حالاتو په اړه عبدلرحیم مندوخیل وايي چې د پښتنو پر خاوره د نړیوالو ترهګرو اډې جوړې شوې او اوس ټولې نړۍ ته پته ده چې اصل ستونزه چیري ده.

عبدالرحیم مندوخیل وايي د پښتنو ځوانان باید د روشانیانو د تحریک کتابونه ولولي.د رحمان بابا او د خوشال خان خټک دیوانونه باید په کور کې د لوستلو لپاره ولري.دی وايي خوشال خان خټک د پښتنو یو خیالور(ايډییل) مشر دی.
د پښتنو ملتپالو ګوندونو د پیوستون او یوالي په اړه عبدلرحیم مندوخیل وايي چې دا دتاریخ تقاضا ده چې د خپلو مسلو په سمه توګه ادراک وکړي او خپلو کې یو لاس شي.

عبدلرحیم مندوخیل وايي په موسیقي کې یې چغاکه او رباب دواړه خوښېږي.

له عبدالرحیم مندوخیل سره په اسلام اباد کې د مشال مشر همکار راهیل خان مرکه کړې.او له نوموړي سره یې د ژوند پر بېلا بېلو اړخونو د پښتنو پر اقتصادیاتو هم خبرې کړې.

له سېنېټر عبدالرحیم مندوخیل سره د مشال مرکه دلته واوری
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:46 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG