د لاسرسي ځای

تازه خبر

ریمنډ ډیوس او د ویانا کنونشن


امریکایی وکړی رېمنډ ډېویس په لاهور کې عدالت ته بیول کېږی چې د دوه پاکیستاني وکړي يې په ډزو ووژل.۲۰۱۱م کال د جنورۍ ۲۸ مه نېټه
امریکایی وکړی رېمنډ ډېویس په لاهور کې عدالت ته بیول کېږی چې د دوه پاکیستاني وکړي يې په ډزو ووژل.۲۰۱۱م کال د جنورۍ ۲۸ مه نېټه
لیکنه داود خټک مشال رېډيو


نن سبا د پاکستان د خبري رسنیو او سفارتي حلقو تر څنګ د ولسي وګړو او سیاستوالو او په ځانګړې توګه د مذهبي سیاسي ګوندونو تر منځ پر دې خبرہ تود بحث روان دی چې د امریکايي وګړي رېمنډ ډیوس چې د دوو کسانو د وژنې په تور کې پولیسو نیولی دی سرہ څه ډول معامله وکړل شي۔

په پاکستان کې او په ځانګړې توګه د دې ھیواد په مذهبي ګوندونو کې د امریکا ضد جزباتو په پام کې نیولو سرہ د پاکستان حکومت که څه هم د رېمنډ ډیوس په اړه په سرکاري توګه څه څرګند غبرګون نه دی ښودلی ، خو له دې سرہ په دې هم نه دي توانېدلی چې په څرګنده توګه ولس ته د ویانا کنونشن چې بهرنیو سفارتکارانو ته په داسې حالاتو کې چې رېمنډ ډیوس ورسره مخا مخ شوی دی بخښنه ورکوي او یا یې له ملک څخه شړي ، ھیڅ نه دي ویلي۔

بهرنيو سفارتکارانو د ورکړل شویو اسانتیاو په لړ کې د ویانا کنونشن ، چې په کال ۱۹۶۱م کې لاسلیک شوی دی ، له مخې غړي ھیوادونه د دې خبرې پابند دي چې دا کنونشن عملي کړي ۔

د پاکستان د لاهور په ښار کې د امریکايي وګړي ریمنډ ډیوس، چی ویل کیږي سفارتي ویزه لري، سرہ مخې ته راغلې پېښه د نړۍ یا د پاکستان په تاریخ کې څه یوازینۍ پېښه نه ده ۔

د لاس ته راغلو مالوماتو پر اساس له ۱۹۹۹م کال څخه تر ۲۰۰۴م کال پورې د پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ کې دا ډول ۱۲۲ پېښې رامنځ ته شوې دي ، چه په زیاترہ پېښو کې بهرنیو سفارتکارانو ته معافی ورکړل شوې دہ او یا خپلو ھیوادونو ته لېږل شوي دي ،او هم هلته د دوي پر ضد مقدمې چلول شوې دي او د جرم ثابتیدو په صورت کې ورته سزاګانې ورکړل شوې دي۔

د بېلګې په توګه د ۲۰۰۱م کال د جنورۍ په میاشت کې د کېنډا په اوټاوا ښار کې د روس یوه سفارتکار په خپل موټر د یوې پنځوس کلنې مېرمنې د وژنې په تور ونیول شو۔

د کینیڈا او روس تر منځ له خبرو اترو وروسته د کېنډا حکومت د ویانا کنونشن له مخې دغه سفارتکار روس ته وسپاری ، چې هلته ورته د مقدمې وروسته څلور کاله د بند سزا ورکړل شوہ۔

د سفارتکارانو پر وینا ھر ھیواد پابند دی چې په پورہ ډول ویانا کنونشن ته احترام ولري او ددې تړون پر ټولو ټکو بشپړه عمل وکړي چې دا شان د ھر ھیواد سفارتکار چې په یو بل ھیواد کې کار کوي د دې لوزنامې څخه برخمن شي۔

د سفارتي چارو پوهان وايي چې د سفارتکارانو لپارہ معافي او ځانګړې اسانتیاوې داسې خبري دي ، چې په عدالتونو کې نه بلکه د ھیوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو تر منځ تر سرہ کیږي۔

پہ ۱۹۷۷م کال کې د اسټرېلیا په کینبرا ښار کې یو امریکايي سفارتکار یوہ مېرمن په موټر ووھله چې په نتیجه کې ھغه مړه شوہ۔ د ویانا کنونشن له مخې د اسټرېلیا حکومت دغه سفارتکار له خپل ھیوادہ اوویسته او امریکا ته یې وسپارہ۔

پہ کال ۱۹۹۷م کې د جارجیا یوه سفارتکار د امریکا د نیویارک په ښار کې یوہ پنځلس کلنه انجلۍ په موټر ووھله او هغه مړہ شوہ۔ د امریکا د حکومت په غوښتنه د جارجیا حکومت د خپل سفارتکار نه د سفارتي بخښنې حق واخیست او هغه ته په امریکا کې له مقدمې وروسته د ۲۱ کالو د بند سزا واورول شوہ خو د درې کلونو له بنده وروسته جارجیا ته وسپارل شو۔

پہ کال ۱۹۸۴م کې د بریتانیا د لندن په ښار کې یوه لیبیايي سفارتکار د یوه بریتانوي پولیس د وژنی په تور تورن وګرزیدو خو د ویانا کنونشن له مخې دغه سفارتکار لیبیا ته وسپارل شو۔

له یو رپوټ څخه دا هم څرګندیږي چې پاکستان ھم د سفارتکارانو د اسانتیاو په اړہ د ویانا کنونشن نه برخمن شوی دی۔ د پاکستان د ډان ورڅپاڼې له یوه رپوټ سره سم په ۱۹۷۵م کال کې د پاکستان یو سفارتکار له یوه اروپايي ھیواد نه ھغه وخت و اېستل شو چې د نوموړي په سوټ کېس کې ھیروین وموندل شو۔

په دې تناظر کې که د رېمنډ ډیوس مقدمې ته وکتل شي ، نو دا ویل به ګرانه نه وي چې د ډیپلومېټېک پاسپورٹ په لرلو سرہ نوموړی د ویانا کنونشن له مخې دا حق لري، چې بې له کومې مقدمې خپل ھیواد ته وسپارل شي۔

د سفارتي چارو ځینې پوهان دا نظر هم لري چې د ھغه خبرو پرته چې رېمنډ ډیوس قانوني او یا غیر قانوني وسله لرله د ھغه نیول د ویانا د کنونشن پر ضد کار دی۔

یادہ دي وي چې رېمنډ ډیوس چې یو امریکايي وګړی دی او د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر رحمان ملک په وینا ډیپلومېټېک پاسپورٹ لري ، په لاھور ښار کې د دوو کسانو د وژنې په تور نیول شوی دی۔ ویل کیږي چې دا پېښه ھغه وخت رامنځ ته شوہ چې ویل کېږي دې کسانو د ډیپلومېټ د لوټلو ھڅه وکړہ۔ د رپوټونو پر اساس رېمنډ ډیوس د خپل ځان د ساتلو لپاره پر دې کسانو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې دواړه ووژل شو.
XS
SM
MD
LG