د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي آی اې ملازمین پر هړتال دي


د باکیستان د هوايي کرښې پې آی اې یوې الوتکې څخه مسافران د کښته کېدو په حال کې دي
د باکیستان د هوايي کرښې پې آی اې یوې الوتکې څخه مسافران د کښته کېدو په حال کې دي

د پا کستان انټرنيشنل اييرلا ينز ملازمينو له ترکش ایېرلاین سره د معاهدې کولو او د پى آى اې د مشر( ايم ډي ) لرې کولو په لړ کى هړتال کړی دی چې له وجې یې په ملک دننه او بهر ټولې الوتنې منسوخ کړی شوې دي.

د پي آی اې کارکونکو جوائيټ سيکرټرى نويد ملک مشال ريډ يو ته وويل، چي د مطالباتو تر پوره کيدو پوري به یې هړتال جاري وي .

ايم ډي اعجاز هارون وایي، د پي آی اې پرایوېټ کولو او له ترکش ایېرلاین سره معاهده به پي آي اې ته ډير نقصان ورسوي.
پي آی اې امريکا ته د تلونکو مسافرانو اسانتيا لپاره په یونان کې تم ځای (سټاپ ) جوړ کړی وو خو له دي معاهدې سره به اوس خلک د استنبول له لارې امریکا ته ځي چې ډېر اوږد واټن دی.

تيره ورځ د پاکیستان انتظاميې شپږ پایلټان له خپلو نوکريو نه لري کړل او ۳۰ نورو ته یې نوټیس هم جاري کړی دی چې کارونو ته حاضر شی که نه نو له کاره به ګوښه کړل شي.
XS
SM
MD
LG