د لاسرسي ځای

تازه خبر

درېمنډ دېویس د نیولو لانجه د پاکستان او مریکا اړيکي خرابولی شي.کارپوهان


د امریکا او پاکستان جنډۍ
د امریکا او پاکستان جنډۍ
انیسه اجمل مشال رېډیو اسلام اباد

د سیاسي چارو کارپوهان وايي ،دامريکایي وګړي رېمنډ ډيوس د نیولو له وجې چې تېره اونۍ یې دوه پا کستانیان وژلي وو نه یوازې پر پا کستان د امريکا فشارډېرېدای شي بلکه د دواړو هیوادونو ترمنځ ستراتيجکي تعلقات هم خرابېدای شي.

دبهرنو چارو کار پوه طا رق فاطمي وايي، “چى پاکستان او امريکا دواړو ته ددې لانجې په سمه توګه هوارول پکاردی چي د باکستان ولس د امريکا خلاف نشي.”دی وايي رېمنډ ډيوس پاکستاني وګړي وژلي دي او دې پېښې ولس خفه او غصه کړی دى او داچې که آمريکا او پاکستان خپل اړیکي ټینګ او مضبوط ساتل غواړي نو داسې ډول پېښو ته دې سياسى او جزباتي رنګ ورکول کېږي .دا معامله د پاکستان او نړیوال قانون تر مخه حل کول پکار دي. او امريکا ته د پاکستان قانون احترام کول پکار دى.

بلخوا د بهرنو چارو کار پوه بېریسټر زاهد سعيد وايي ،”چي د دى معاملى له وجى د دواړو هېوادونو تر مينځ حالات تر یوه څه ځایه خراب شویدي او اوس دا لانجه ترهغه څوکې رسېدلې چې یاخوبه د پاکستان حکومت د امريکا خبره مني او يا به هم د خپل قانون په رڼا کې دا فيصله کيږي.”

په پاکستان کي د امريکایي سفارتخانې وياند کورټني وايي چي امريکا د دواړو هيوادونو تر مينځ حالات بهتر کولو لپاره کوششونه کوى.
XS
SM
MD
LG