د لاسرسي ځای

تازه خبر

د القاعدې او طالبانو ترمنځ بیلتون په افغانستان کې د بري بنیاد دی.نیویارک پوهنتون


افغانستان:وسلوال طالبان د ننګرهار ولایت په یوه نامالوم ځای کې ۲۰۱۰م کال
افغانستان:وسلوال طالبان د ننګرهار ولایت په یوه نامالوم ځای کې ۲۰۱۰م کال

د رپوټ لیکونو الېکس سټرایک او فیلیکس کوهېن دواړو له کلونو راهیسې په افغانستان کې کار کړی دی او د طالبانو د یوه ډیپلوماټ ژوند لیک یې هم ترتیب کړی دی.

په رپوټ کې د طالبانو د دغه پخواني ډیپلوماټ ګڼ نظریات منعکس شوي دي.

د رپوټ برابروونکي د کارپوهانو د هغې یوې کوچنۍ ډلې څخه دی، چې وایي، له طالبانو سره د سولې خبرې د افغانستان د جنګ ختمولو یواځنۍ لاره ده.


ددغه رپوټ خپرونکی ټام ګریګ چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یو پخوانی چارواکی او د نیویارک پوهنتون نړیوالې همکارۍ مطالعاتي مرکز غړی دی، وایي، په واشنګټن کې غالب نظر دا دی چې طالبان او القاعده ګډه مفکوره لري.


خو ټام ګریګ وایي، طالبان او القاعده په خپل منځ کې ګډه مفکوره نه لري، بلکې سیاسي ګټو دوی سره ملګري کړي دي.

ځیني امریکایي مشران په دې نظر دي، چې پوځي دباو به طالبان خبرو ته مجبور کړي خو د نیویارک د پوهنتون رپوټ په دې اړه احتیاط څرګندوي او وایي، پوځي زورکیدای شي د سوله ایز حل لاره ستونزمنه کړي.

دنیویارک د پوهنتون دغه رپوټ تردې عنوان لاندې لیکل شوی، چې د القاعده او طالبانو ترمنځ بیلتون په افغانستان کې د بریالیتوب اساس دی.

رپوټ وایي د طالبانو په کمندانانو او ولایتي مشرانو بریدونه به د طالبانو ځوان کل ته چې ډېر سخت سري او بنسټ پالی دی، لاره هواره کړې او د القاعده نفوذ به نورهم پياوړی شي.

رپوټ وایي امریکایي چارواکي باید مخکی له دې چې د طالبانو زاړه مشران د تحریک واک له لاسه ورکړي، له دوی سره خبرې وکړي.

د رپوټ لیکونکي په افغانستان کې د ناټو د جنګ مخالفت نه کوي خو وایي چې د سولې خبرې باید د جنګ تر څنګ جاري وساتل شي.

دوی خبرداری ورکوي، چې د جنګي عواملو ختمولو لپاره سیاسي حل ضرور دی او که د سیاسي حل کوشش ونه شي نو جنګ به لازورواخلي.

رپوټ په کابل، کندهار او خوست کې له یوشمېر طالب مشرانو سره د مرکو او د طالبانو د نشر شویو اعلامیو په اساس برابر شوی دی، خو د دغو مشرانو نومونه ځکه نه دی اخیستل شوي، چې کیدای شي د القاعدې شبکې له غچ سره مخامخ شي.

خو بیاهم طالبانو په تیرو دوو کلونو کې داسې اعلامیې خپرې کړې دي، چې په کې له القاعده شبکې څخه جلاکیدوته اشاره شوې ده.

رپوټ وایي، طالبان دانه مني، چې د سولې د خبرو د یوشرط په توګه له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې پریږدي.
XS
SM
MD
LG