د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکیستان پرته په افغانیستان کې جګړه ګټلای شو امریکایی جنرال


په افغانستان کې د امریکا یي پوځ یو لوړپوړي جنرال وایي، چې د افغانستان جګړه له دې سره سره چې که د پاکستان پوځ د وسله والو اورپکو په وهلو پسې شمالي وزیرستان ته لاړ هم نه شي، ګټل کیدای شي.

د اخبره پرون په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لوړرتبه جنرال ډېوېد رودریګوز په پنټاګون کې خبریالانو ته وکړه او هغه دا حقیقت په ډاګه کوي، چې امریکا نور له دې مفکورې لاس اخیستی، چی اسلام اباد به د ترورستانو د ځالو په وړاندې اقدام وکړي.

دغه امریکایی جنرال په دې اړه چې ایا امریکا به د پاکستان په سرحدي سیمو کې چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو له خوا پرله پسې حملې ترسره کیږي، دا ډول حملو ته چې امریکایي چارواکو یې خبره رسما نه ده تایید کړې، زور ورکړی او که نه څه ونه ویل، خو دایې ومنله چې په دې برخه کې د یوه پلان اړتیا شته.

هغه زیاته کړه، د دې لپاره چې د ترورستانو د پټو مرکزونو اغیز راکم کړای شي، د سرحد دې غاړه کې د افغان او امریکایي ځواکونو پراخو هلوځلو ته اړتیا ده.

د اسوشیېټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې امریکا په کراتو کراتو پر پاکستان فشار راوستی، چې په شمالی وزیرستان کې پوځي اقدامات زیات کړی.

دا هغه سیمه ده، چی د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز اډمېرال مایک مولن څه موده وړاندې د تروریزم اصلي ځاله بللې وه او ویلې وو، چې په دی سیمه کې وسله وال حملې تنظیموي او وروسته پرسرحد راوړی او په افغانستان کې یې عملي کوي.

مایک مولن تیره میاشت خبریالانوته واضح وویل، چې امریکا په افغانستان کې ترهغو نه شي بریالی کیدای، چې په پاکستان کې د ترورستانو پټ مرکزونه له منځه نه وي تللي.

ډېرګومان کیږي، چې اسامه بن لادن او د هغه نور مهم همکاران به په دې سیمه کې پټ وي.

امریکایي جنرال رود ریګوز پاکستان ته په اشاره وویل، موږ له دې هیواده غواړو، چې زیات څه ترسره کړي، موږ به بیا هم د وی دی ته وهڅوو، چی په دې برخه کې هڅې زیاتې کړي.

خو د ده په باور له دې پرته هم د پاکستان د تیرکال پوځي هڅو ښه نتیجه ورکړې او که د پاکستان پوځ لکه د نورو سیمو په شان شمالي وزیرستان ته هم پوځي عملیات غزولی وي، دې کار به له موږ سره ډیره مرسته کړې وای.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو دغه جنرال دغه راز وویل، چی امریکایي، افغان او پاکستاني ځواکونه باید د سرحد په اوږدو کې د وسله والو پرضد په حملو کې همانګي ته دوام ورکړي.

د هغه په وینا دغې هماهنګۍ ته ځکه اړتیا ده، چې هغه ولایتونه چې له پاکستان سره پوله لري باید امن شي ترڅو د امنیتي چارو مسولیت افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.

هغه وویل، چې طالبان ښایي په راروان پسرلي کې پر افغان سیاست والو پروژونکو حملو په تمرکز سره خپل قدرت وازموي، دوی به په دې کارسره هڅه وکړي له افغان حکومت څخه د خلکو ملاتړ کمزوری کړی.
XS
SM
MD
LG